IQNA

په هندوستان کې په  قومي او قبیله وي شخړو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید

9:37 - May 08, 2023
د خبر لمبر: 3487304
ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د هندوستان  په مانیپور صوبې کې د قومي  او قبیله وي شخړو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۴ تنو ته ورسید او د مرګ ژوبلې د زیاتېدو اندېښنې ههم  ښودل شوي دي .

د رسنیو د را پورونو له مخې په یاده سیمه کې د قومونو ترمنځ د شخړو د مخنیوي په موخه   سیمې ته زرګونه پوځیان رسیدلي، خو بیا هم تېره شپه تازه شخړي شوي دي.

ویل کیږي، په سیمه کې د حکومت له لورې انټرنیت او نور مخابراتي خدمتونه هم بند شوي، ترڅو د وضعیت په کنټرول کې ورسره مرسته وشي.

مانیپور د هند په شمال لویدیځ کې لیرېپراته صوبه ده چې له نور هندوستان سره د تګ راتګ لپاره یوازې نرۍ لارې لري.

په دې صوبې کې  څو لسیزې کیږي چې قومي  او قبیله وي شخړې روانې دي او بیلتون غوښتونکي ډلې هم پکې شتون لري. هندوستان د څو ملیّتونو جوړ هیواد دی او وخت په وخت پکې وینې بهیږي او حکومتي لوري  هم ورته څه خاص توجه نه کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i132484

captcha